ایران د بلجیم د محکمې د ایراني ډیپلوماټ په اړه پریکړه غندلې
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي د بلجیم محاکمې د ایراني ډیپلوماټ په اړه حکم غندلې دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د بلجیم د آنتورپ محاکمې حکم په غبرګون کې چې د ایراني ډیپلوماټ اسدالله اسدي په اړه ورکړ شوی، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د بیلجیم آنتورپ محاکمې حکم، چې ایراني ډیپلماټ یې د ۲۰ کالو بند باندې محکوم کړې په سختۍ سره غندي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي زیاته کړه: لکه څنګه چې مو له دې مخکې هم په ځلونو ویلې دي. د اسد الله اسدي د نیولو ټولې مرحلې، قضایي بهیر او وروستی محکومیت غیر قانونی او له نړیوال قانون څرګنده سرغړونه ده، په ځانګړي توګه د ډیپلوماټیک اړیکو په اړه د نورلس سوه یو شپیتم (۱۹۶۱) د کنوانسیون د وینا، او د ایران اسلامي جمهوریت دا په هیڅ ډول په رسمیت سره نه پیژني.
خطیب زاده څرګنده کړه: بلجیم او ځینې نور اروپابي هیوادونه، په اروپا کې د منافقینو د تروریستي ډلې د دښمني فضا تر اغیزې لاندې ، دوی دا ډول غیرقانوني او نه بخښونکي عمل ترسره کړی دی ، نو پکار ده چې د ایراني ډیپلوماټانو له حقونو سرغړونې پشمول د هغه غیرانساني شرایط چې په آلمان او بلجیم کې د بند په وخت کې ورسره مخ و، ځواب ورکونکي وي.