قالیباف د انقلاب د معظم رهبر پیغام د روسیې حکومت ته ورساوه
Feb 08, 2021 09:34 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام د خپل روسيي هم څنګ ویچیسلاو والودین ته وسپارلو.
محمد باقر قالیباف په دې کتنه کې وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د روسیې حکومت ته پیغام د دواړو هیوادونو د اړیکو په چوکاټ کې دی.
قالیباف د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران او روسیي ترمینځه د اړیکو ژورتیا او پراختیا او د دووه اړخیزه همکاریو باندې ټینګار ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې روسیې ته د هغه د سفر ترټولو مهم هدف، پر دې دریځ ټینګار دی چې د تهران او مسکو اړیکې به د نړیوال بدلونونو ترلاندې تغیر و نکړي.
ټیګونه