د اټومي تړون راتلونکی له امریکا سره اړونده دی
Feb 09, 2021 00:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د اټومي موافقې راتلونکی له هغه پوښتنې سره تړاو لري چې ځواب یې له امریکا سره دی .
قالیباف پرون د روسیې د ختیځ پیژندنې د انسټي ټیوټ له کارپوهانو سره په غونډې کښې وویل که چیرې ټاکل شوي وي نور هیوادونه له اټومي تړون ګټه پورته کړي او یوازې ایران یې بایلونکي وي نو بیا دا څرنګه یوه(۱) پایداره موافقه کیدلی شي .
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وویل د ایران غوښتنه د ټولو بایکاټونو ختمیدل دي په دې ډول چې د ایران خلک ددغو بندیزونو اغیز په خپل ژوند باندې وویني .
هغه وویل ایران د سیمې له تاوتریخوالي په ډک چاپیریال کښې د روسیې په شمول له دوستو هیوادونو سره د سیمه ییزې ملګرتیا د پراخولو هڅه کوي .
ټیګونه