امریکا باید اټومي تړون ته ورستنه شي او ژمنې اجرا کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96270-امریکا_باید_اټومي_تړون_ته_ورستنه_شي_او_ژمنې_اجرا_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر پیغام کښې له اټومي تړون د امریکا غیر قانوني او یواړخیزه وتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا باید اټومي تړون ته ورستنه شي او په خپلو ژمنو عمل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 00:40 Asia/Kabul
  • امریکا باید اټومي تړون ته ورستنه شي او ژمنې اجرا کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر پیغام کښې له اټومي تړون د امریکا غیر قانوني او یواړخیزه وتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا باید اټومي تړون ته ورستنه شي او په خپلو ژمنو عمل وکړي .

هغه وویل دا امریکا وه چې له اټومي تړون ووتله او د دغه موافقې خلاف ورزۍ یې وکړه پر دې اساس دا واشنګټن دی چې باید اټومي موافقې ته ورستون شي او خپلې ژمنې اجرا کړي .

د ایرن خارجه وزیر جواد ظریف  وویل د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن باید انتخاب کړي یا د پخواني ولسمشر ټرمپ له ماتي خوړلیو سیاستونو جلا شي یا دا چې د ټرمپ په ماتي خوړلیو سیاستونو باندې تکیه وکړي .

جواد ظریف وویل د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ په ماتي خوړلیو سیاستونو باندې ټینګار به یوازې له ځان سره نورې ماتي رامینځته کړي