په امريکې اعتماد نه لروو؛ وړومبنے ګام دې امريکه پورته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96318-په_امريکې_اعتماد_نه_لروو_وړومبنے_ګام_دې_امريکه_پورته_کړي
په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، د ايران خلق په امريکه اعتماد نه لري نو ځکه پکار دے امريکائي لورے په برجام ايټمي موافقه کښې اول ګام پورته کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2021 01:29 Asia/Kabul
  • په امريکې اعتماد نه لروو؛ وړومبنے ګام دې امريکه پورته کړي

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، د ايران خلق په امريکه اعتماد نه لري نو ځکه پکار دے امريکائي لورے په برجام ايټمي موافقه کښې اول ګام پورته کړي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي د فرانس ۲۴ نومې چېنل سره په مرکه کښې وويل،د ايران خلق د امريکې په خبره هيڅ اعتماد نه لري، نو ځکه دا امريکه ده چې پکار دے په خپلو ژمنو عمل شروع کړي چې د ايران د خلقو اعتماد ترلاسه کړي.

مجيد تخت روانچي وويل، په اوس حال کښې هم هغه شان امريکه د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک او برجام ايټمي موافقې خلاف ورزي کونکې ده، نو پوره څرګنده ده چې څوک بايد وړومبنے ګام پورته کړي.

هغه د خپلو څرګندونو په يوه بله برخه کښې وويل، امريکه له امريکې سره د ټولو بنديانو  دوو اړخيزې تبادلې ته چمتو دے خو واشنګټن دا وړانديز نه دےمنلے.