مجيد تخت روانچي:
په امريکې اعتماد نه لروو؛ وړومبنے ګام دې امريکه پورته کړي
په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، د ايران خلق په امريکه اعتماد نه لري نو ځکه پکار دے امريکائي لورے په برجام ايټمي موافقه کښې اول ګام پورته کړي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي د فرانس ۲۴ نومې چېنل سره په مرکه کښې وويل،د ايران خلق د امريکې په خبره هيڅ اعتماد نه لري، نو ځکه دا امريکه ده چې پکار دے په خپلو ژمنو عمل شروع کړي چې د ايران د خلقو اعتماد ترلاسه کړي.
مجيد تخت روانچي وويل، په اوس حال کښې هم هغه شان امريکه د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک او برجام ايټمي موافقې خلاف ورزي کونکې ده، نو پوره څرګنده ده چې څوک بايد وړومبنے ګام پورته کړي.
هغه د خپلو څرګندونو په يوه بله برخه کښې وويل، امريکه له امريکې سره د ټولو بنديانو دوو اړخيزې تبادلې ته چمتو دے خو واشنګټن دا وړانديز نه دےمنلے.