کاظم غريب آبادي:
خپلواکه بهرنے سياست، د اسلامي انقلاب يو مظهر دے
په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير د يو خپلواکه، فعاله او نوښت لرونکي بهرني سياست بڼه نيونه د ايران د اسلامي انقلاب يو اصل مظهر وبلۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي پرون د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د دوه څلوېښتمې کليزې په مناسبت د يو پېغام په خپرولو سره زياته کړه، د اسلامي انقلاب يو ډېر مهم مظهر د ايران د بهرني سياست په لړ کښې بدلونونه دي چې د عزت، حکمت او مصلحت دريو اصولو په ستنو او په دوه مضبوطو او نه انکارېدونکو ستنو يعنې په نورو په چارو کښې نه مداخلت او د هېواد په کورنيو چارو کښې د نورو ته د مداخلت نه اجازې باندې ولاړ د يو خپلواکه، فعاله او نوښت لرونکي سياست د بڼه نيونې سبب شوي دي.
غريب آبادي استقلال، آزادي او اسلامي جمهوريت د ايران د ملت درې اصلي غوښتنې يادې کړې او واضحه يې کړه، د ايران نظام او ملت د دغو دريو غوښتنو د پوره کولو لپاره په تېرو څلورو لسيزو کښې زيات کوششونه وکړل او قربانۍ يې ورکړې.
هغه زياته کړه، د اسلام په لوړ تعليماتو او ارزښتونو اوکلتوري عناصرو ولاړ د يو ولسواکۍ حاکميتي نظام رامنځته کول د خلقو يو بل هدف ؤ چې د ايران په هېواد او خلقو باندې د واکمن نظام د ټاکلو لپاره د رېفرېنډم له لارې د اسلامي جمهوريت په رامنځته کولو سره پوره شو.
کاظم غريب آبادي د هر ډول بهرنۍ سلطې انکار د ايران د اسلامي انقلاب يو بنيادي اصل وبلۀ.