ټولو ته د ايران د اسلامي انقلاب د کاميابۍ کليزه مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96326-ټولو_ته_د_ايران_د_اسلامي_انقلاب_د_کاميابۍ_کليزه_مبارک_شه
د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د دوه څلوېښتمې کليزې د شپې په وخت په ټول اسلامي ايران کښې په يو وخت د ا... اکبر نعرو انګازې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • ټولو ته د ايران د اسلامي انقلاب د کاميابۍ کليزه مبارک شه

د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د دوه څلوېښتمې کليزې د شپې په وخت په ټول اسلامي ايران کښې په يو وخت د ا... اکبر نعرو انګازې وکړې.

بېګا د شانداره اسلامي انقلاب د کاميابۍ د دوه څلوېښتمې کليزې په شپه د ايران د اسلامي جمهوريت په ميلينونو خلقو د کورونو له بامونو څخه او په جوماتونو او سړکونو باندې په شتون سره د ا... اکبر نعرې ووهلې او ورسره ورسره په مختلفو ښارونو کښې خلقو د شتو او پټاخو په الوزولو سره د آسمان فضاء نوراني کړه.

د ايران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په يولسمه د حضرت امام خميني (رح) په مشرۍ کاميابۍ ته اورسېد.

نن د  ۱۳۹۹ هجري نمريز کال د سلواغې د مياشتې دويشتمه نېټه ده چې د ميلادي کال د فرورۍ له لسمې سره سمون خوري او د اسلامي انقلاب د دوه څلوېښتمې کليزې  ورځ  چې په دې موقع د نړۍ ټولوپتمنو انسانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.