د افغانستان او د ایران د تجارتي اړیکو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96376-د_افغانستان_او_د_ایران_د_تجارتي_اړیکو_پراختیا
د افغانستان او د ایران تجارتي اتشي دې ته په اشارې سره چي د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، وویل: د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د کچي په لوړېدا به تمرکز وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان او د ایران د تجارتي اړیکو پراختیا

د افغانستان او د ایران تجارتي اتشي دې ته په اشارې سره چي د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، وویل: د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د کچي په لوړېدا به تمرکز وشي.

د افغانستان او د ایران تجارتي اتشي محمد مهدی جوانمرد قصاب افغانستان ته د ایراني توکو د صادراتو په هکله وویل: وسپنیزي توکي، سیخان، سیمینټ، کلوچې او چاکلېټ او نوري خوراکي توکي افغانستان ته د صادراتي توکو د لیست په سر کې قرار لري.

جوانمرد قصاب دې ته په اشارې سره چي له افغانستان څخه ایران ته واردات ډېر لږ دي، زیاته کړه: ایران ته د افغانستان صادرات اکثره کرهنیزي توکي دي چي په ایران کې یې تولید ارزانه پرېوزي، په همدې خاطر ایران ته د افغانستان صادرات ډېر کم دي.

د ایران او افغانستان تجارتي اتشي په راتلونکو ورځو کې د دواړو هیوادونو د څوارلسمي تجارتي ګډ نندارتون پرانیستل کېدو ته په اشارې سره وویل: دغه نندارتون به په کابل کې پرانیستل شي چي په کښې د ایراني پوه بنسټو محصولاتي توکي منجمله ماشینونه او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې کیږي.

په تېرو ۹ میاشتو کې افغانستان ته ۵ میلیونه او دوه لکه توکي صادر شوي چي ارزښت یې کابو ۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي.