ایران، په افغانستان کې د ملګرو ملتو په کاروان برید وغندلو
Feb 12, 2021 01:00 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو ویندوي د جلال آباد- کابل په سړک د ملګرو ملتو په کاروان باندې برید وغندلو.
سعید خطیب زاده د قربانیانو له کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمرازۍ به څرګندولو سره وویل: له بده مرغه په افغانستان کې تاوترخوالی ډیز خطرناک حد ته رسیدلی دی او که نړیوالې ټولنې، سیمه ایز هیوادونو او په افغانستان کې د ټولو ځواکونو چاواکو دې ته پام ونکړ، نو ویره ده چې دا هیواد له دې زیات تاوترخوالی او امنیتي شرایطو سره مخ شي.
به افغانستان کې د ملګرو ملتو میشته پنځه کسان د زیارت په ورځ د جلال آباد او کابل په سړک د برید کونکو په برید کې مړه شوې دي.
ټیګونه