د بایډن د ادارې سیاستونه د ټرامپ په څېر دي
په فوځي ډګر کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار یوې برتانوی ورځپاڼې ته وویل: د امریکا د نوې ادارې سیاستونه په تېره بیا د ایران په وړاندې د ټرامپ د ادارې په څېر دي.
په فوځي ډګر کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار جنرال حسین دهقان ګاردین سره په یوه مرکه کې د امریکا د نوې ادارې ته په اشارې سره وویل: د بایډن اداره د څو اړخیز پالنې، ډیپلماسۍ او د نړۍ سره د تعامل په اړه زیاتي خبرې وکړې خو تر دې دمه هغوی په عمل کې د ټرامپ د ادارې سیاستونو ته دوام ورکړي، د ایران په ولس باندې د ظالمانه بندیزونو نه لیري کول او د تېلو پیسو ته د ایران د لاسرسی بندول په داسي حال کې چي کرونا سره د مبارزې لپاره کنګل شویو پیسو ته ضرورت شته، په نړیوالو اړیکو کې د ترامپ د رویې د دوام معنی ورکوي.
جنرال دهقان دې ته په اشارې سره چي د برجام په تړاو امریکا په داسي یو پوزېشن کې نه ده چي د ایران لپاره شرطونه وټاکي، زیاته کړه: ایران به د غیر قانوني بندیزونو د امله د اوښتیو زیانونو د جبران غوښتنه وکړي.
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار وویل: ایران به د فبرورۍ په ۱۹ کې د ډیپلماسۍ د لاري بدلولو ته اقدام وکړي، دغه تاریخ د ایران د اسلامي شورا له خوا ټاکل شوی تر څو د لوېدیځو هیوادونو د نه ژمنتیا په وړاندې ایټمي سایټونو ته د ملګرو ملتونو پلټنې محدودي کړای شي.