ایران به د پیاوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ پاتې شي
د ایران د قضائیه قوې مشر وویل چې هیواد به یې تل د پياوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ وي.
د ایران د قضائیه قوې مشر وویل چې هیواد به یې تل د پياوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ وي.
حجت الاسلام و المسلمین «سید ابراهیم رئیسي» د عراق خلکو ته په یو پیغام کښې، دغه هیواد ته د خپل سفر په دوران کښې د عراق د خلکو او چارواکو د کوربه توب قدرونه وکړه.
هغه دې ټکي ته په اشار ېسره چې د ایران او عراق دواړه ولسونه به د شهیدو قومندانانو سردار سلیماني او ابومهدي المهندس لارې ته دوام ورکړي، ټینګار وکړ: دواړه ولسونه به د دغو شهیدانو له قاتلانو انتقام واخلي او امریکايي نیواکګر به په سیمې کښې پرېنهږدي.
د ایران د قضائیه قوې مشر هم داشان زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به د یو پیاوړي او خپلواکه عراق په خوا کښې پاتې شي او لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی دی، د عراق د واکمنۍ او پرمختګ ملاتړ کوي.
د ویلو ده چې د ایران د قضائیه قوې مشر ابراهیم رئیسي د عراق د لوړې قضايي شورا د مشر فائق زیدان په رسمي بلنه تیره دوشنبه په درې ورځني سفر بغداد ته تلی دی.