ایران به د پیاوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ پاتې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96552-ایران_به_د_پیاوړي_او_خپلواکه_عراق_ترڅنګ_پاتې_شي
د ایران د قضائیه قوې مشر وویل چې هیواد به یې تل د پياوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2021 04:18 Asia/Kabul
  • ایران به د پیاوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ پاتې شي

د ایران د قضائیه قوې مشر وویل چې هیواد به یې تل د پياوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ وي.

د ایران د قضائیه قوې مشر وویل چې هیواد به یې تل د پياوړي او خپلواکه عراق ترڅنګ وي.

حجت الاسلام و المسلمین «سید ابراهیم رئیسي»  د عراق خلکو ته په یو پیغام کښې، دغه هیواد ته د خپل سفر په دوران کښې د عراق د خلکو او چارواکو د کوربه توب قدرونه وکړه.

هغه دې ټکي ته په اشار ېسره چې د ایران او عراق دواړه ولسونه به د شهیدو قومندانانو سردار سلیماني او ابومهدي المهندس لارې ته دوام ورکړي، ټینګار وکړ: دواړه ولسونه به د دغو شهیدانو له قاتلانو انتقام واخلي او امریکايي نیواکګر به په سیمې کښې پرې­نه­ږدي.

د ایران د قضائیه قوې مشر هم داشان زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به د یو پیاوړي او خپلواکه عراق په خوا کښې پاتې شي او لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی دی، د عراق د واکمنۍ او پرمختګ ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې د ایران د قضائیه قوې مشر ابراهیم رئیسي د عراق د لوړې قضايي شورا د مشر فائق زیدان په رسمي بلنه تیره دوشنبه په درې ورځني سفر بغداد ته تلی دی.