نړۍ ایران د منطق او حق لرونکی هیواد ګڼي .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96576-نړۍ_ایران_د_منطق_او_حق_لرونکی_هیواد_ګڼي_.
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په دې خبرې سره چې د هیڅ هیواد تر اغیز لاندې نه ورځي وویل دنیا د ایران اسلامي جمهوریت د حق او د منطق لرونکی هیواد پیژندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2021 10:46 Asia/Kabul
  • نړۍ ایران د منطق او حق لرونکی هیواد ګڼي .

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په دې خبرې سره چې د هیڅ هیواد تر اغیز لاندې نه ورځي وویل دنیا د ایران اسلامي جمهوریت د حق او د منطق لرونکی هیواد پیژندي .

هغه نن په خبري کانفرنس چې د ویډیو له لارې وشو  وویل د ایران حکومت د یاغي توبونو په مقابل کښې د خپلواکۍ د حقیقي معنا د تحقق لپاره د یوه(۱) اصیل تفسیر پربنسټ مقاومت کړی دی او په سمو ، منطقي او عقلاني پلانونو سره یې د ایران  په خپلواکۍ ټینګار کړی دی .

د ایران حکومت ویاند علي ربیعي په تیرو اوو(۷) کلونو کښې  د ملګروملتونو په امنیت  شورا  کښې د امریکا د یاغي حکومت دریو (۳) په هیګ نړیوالې محکمې کښې دوو(۲) او په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې یوې(۱) ماتي ته په اشارې سره وویل په اقتصادي خپلواکۍ کښې  هم له ظالمانه اقتصادي جنګ او بایکاټونو سره سره مونږ د دغو دباونو په مقابل کښې په مقاومت سره له اقتصادي ودې سره مخ یوو.

هغه په دې خبرې سره چې د الحاقي پروټوکول د اجرا کولو بندول له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ملګرتیا د غوڅولو په معنا نه دی وویل څرنګه چې  تر نن ورځې پورې د امریکا بایکاټونه نه دي لغو شوي او د ایران اټومي انرژۍ اداره په خپله خوښه د الحاقي پروټوکول د اجرا ځنډولو ته مجبوره ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له سیف ګارډ ورهاخوا پلټنو او څارنو د کمیدا سبب به شي .

ربیعي وویل امریکا او درې(۳) اروپايي هیوادونه بریتانیا ، فرانسه او جرمني له پاتې فرصته استفاده وکړي او اجازه دې ورنکړي چې په دغه غیر ضروري اختلاف باندې غور کښې ډيپلوماټیکو لارو ته رسیدل  لا پسې سخت شي .