په ایران باندې د اربیل د پیښې مسوولیت اچول محکوم دي
Feb 16, 2021 12:56 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د اربیل د بیګا شپې د پیښې او په دې زمینه کښې د ځینو شکمنو اوازو په هکله خپرو شویو خبرونو ته په پام سره وویل په دې سربیره چې دغه اوازې په کلکه رد کیږي په ایران باندې د دغه پیښې د مسوولیت د وراچولو لپاره مشکوکه هڅه سخته په ماتي محکومه ده .
سعید خطیب زاده په دوام کښې ټینګار وکړ ایران د عراق ثبات او امنیت د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو لپاره مهمه چاره بللي ده او هر هغه اقدام چې په دغه هیواد کښې نظم او ارامښت ګډوډوي مردود ګڼي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دا ډول اقداماتو د مشکوک په بللو سره د عراق په حکومت غږ وکړ د دا ډول اقداماتو د عاملانو د تعقیبولو او ورسره د چلند کولولپاره ضروري حکم ورکړي .
ټیګونه