د سی سخت زلزلې د ټپیانو شمیر تر ۶۱ کسانو زیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96666-د_سی_سخت_زلزلې_د_ټپیانو_شمیر_تر_۶۱_کسانو_زیات_شو
د بویراحمد او کهګیلویه د سرې سپوږمۍ مشر وویل: د وروستۍ شمیرو پر اساس د زلزلې د ژوبل شویو شمیر تر ۶۱ کسانو رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2021 02:10 Asia/Kabul
  • د سی سخت زلزلې د ټپیانو شمیر تر ۶۱ کسانو زیات شو

د بویراحمد او کهګیلویه د سرې سپوږمۍ مشر وویل: د وروستۍ شمیرو پر اساس د زلزلې د ژوبل شویو شمیر تر ۶۱ کسانو رسیدلی دی.

د بویراحمد او کهګیلویه د سرې سپوږمۍ مشر امان الله جهانبین د پنجشنبې په ورځ وویل: له دې شمیر اوویشت کسان یاسوج ته لیږل شوې دي.

جهانبین په دې بیان سره چې اووه کسان روغتون بستري دي، څرګنده کړه: نور کسان له درملنو ورستو رخصت شوې دي.

پرون د ایران د ایمرجنسي ادارې خبر ورکړی و چې د ایران په یاسوج او سي تخت کې د ۵.۶ ریشتر زلزلې خبر ورکړۍ و او ویلې و چې له نېکه مرغه تر دې دمه په دې زلزلې کې د وژنې کومه پېښه نده رامینځته شوې.