د اټومي تړون په هکله د امریکا دوه ګوڼه او مخالف ګامونه :-
په خپله خوښه د الحاقي پروټوکولو د اجرا د ختمولو په هکله د ایران د ګواښ د اجرا د ټاکلي نیټې په نږدې کیدا سره امریکا دوه ګوڼه اقداماتو ته مجبوره شوي ده .
په دې لړ کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په تیرې پنجشبې ورځ ځینې بیلګه ګامونه د خپل ښه نیت د ښودلو لپاره بیان کړل .
په ملګروملتونو کښې د امریکا موقته استازي ریچارډ مایلز امنیت شورا ته په لیک کښې د ایران پرضد د د ټولو نړیوالو بایکاټونو په اتومات ډول د احیا کیدا او د ماشه په نوم د مکانیزم د فعالیدا په هکله د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت د ادعا وړ دریځ بیرته واخیست .
امریکا په یوه(۱) بل اقدام کښې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره د هڅې په ادعا سره وویل هغه سخت محدودیتونه چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګروملتونو په مرکز نیویارک ښار کښې د ایران د ډیپلوماټانو د تګ راتګ پرضد لګولي وو کموي .
په دې سربیره د امریکا یوه(۱) لوړرتبه ډيپلوماټ په تیرې پنجشنبې ورځ وویل که چیرې اروپايي اتحادیه امریکا ته بلنه ورکړي نو امریکا به له ایران سره خبرو اترو ته چمتو وي .
له دې مخکې د اروپايي اتحادیې یوه(۱) لوړرتبه چارواکي ویلي وو دغه اتحادیه د اټومي تړون د لورو ترمینځ د یوې (۱) غونډې ترسره کولو ته چمتو ده چې پکښې بریتانیا ، چین ، فرانسه ، جرمني ، روسیه او امریکا شامل دي .
د دغو په ظاهره مثبتو ګامونو په څنګ کښې امریکا هماغه راز د ایران په وړاندې د دباو او د ګواښ کړچار تعقیبوي .
په دې لړ کښې د امریکا او د دریو (۳) اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او د جرمني خارجه وزیرانو په تیرې پنجشنبې شپې له ویډیو کانفرنس وروسته په ګډې بیانیې کښې د امریکا لخوا له اټومي تړون په یواړخیزه ډول خلاف ورزۍ او د اټومي موافقې په وړاندې د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له کومې اشارې پرته د ایران په قانوني اقداماتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په تهران غږ وکړ د نورو ډیرو ګامونو په تیره بیا د الحاقي پروټوکول د اجرا د بندیدا او په ایران کښې د اټومي مرکزونو د پلټنې لپاره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټنو د محدود کولو په شان له اقداماتو ډډه وکړي .
اروپايي هیوادونو خبرداری ورکړ د ایران د اټومي مرکزونو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو د کتنې لپاره هرډول محدودیت لګول به خطرناک وي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړي وه چې سپینې ماڼۍ ته د رسیدا په بڼه کښې به واشنګټن یوځل بیا اټومي تړون ته ورستون شي .
خو د جوبایډن د حکومت د جوړیدا د یوې (۱) میاشتې له تیریدا سره سره امریکا تراوسه په دې زمینه کښې کوم معلوم اقدام نه دی ترسره کړی .
د امریکا د سیاسي چارو کارپيژاند« سیرینسون» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې جوبایډن تراوسه د ایران پرضد د ډونالډ ټرمپ د زیات دباو ناکامه سیاست ته دوام ورکړی دی وویل بایډن باید خپله لاره اصلاح کړي ځکه چې له لاس څخه د مهمې اټومي موافقې د وتلو خطر شته .
همدا اوس د الحاقي پروټوکول د اجرا د بندولو په هکله چې ټاکل شوي ده د فرورۍ د میاشتې په درویشتمه (۲۳)نیټه اجرايي شي په ایران کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټنو د محدودولو په هکله د ایران د ګواښ د اجرا د ټاکلي نیټې په نږدې کیدا سره لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا هڅه کوي چې په خپل ګمان تهران ته د ځینو امتیازونو په ورکولو سره د غبرګون د اقداماتو د عملي کولو لپاره د ایران اراده سسته کړي .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د تیرې پنجشنبې ورځې اقدامات په اساسي توګه د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو د سیاست د ماتي د خوړلو او د ایران د ملت د زیات مقاومت د ښودلو په دلیل ترسره شوي دي .
د امریکا او د هغه د اروپايي ملګرو هیوادونو هیله چې همدا اوس په واحدې جبهې کښې د ایران په وړاندې عمل کوی دا ده چې د ایران د اصولي غوښتنو یعني د امریکا د بایکاټونو په کامل ډول د لغو کولو له عملي کیدا ، د رښتیا له معلومیدا او د اټومي ژمنو اجرا ته له بیرته ستنیدا پرته تهران د متقابلو اقداماتو څنګ ته کولو ته مجبوره کړي .
سره له دې د ایران دریځ ثابت او نه بدلیدونکی دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل ایران به هغه وخت خپلو اټومي ژمنو ته ورستون شي چې امریکا په عمل کښې ټول بندیزونه ختم کړي نه دا چې په خبرو او کاغذ باندې او ایران د دغو بایکاټونو لغو کیدل معلوم کړي .
دا د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده او نه بدلیدونکی سیاست دی او ټول چارواکي ورباندې موافق دي او هیڅوک به له دغه سیاست په شا نشي .
که څه هم امریکا داسې ګمان کوي چې د ځینو جزيي امتیازونو په ورکولو سره به ایران له خپل اټومي اصولي سیاست څخه په شا شي .
سره له دې د ایران د ملت د حقوقو د ساتنې او د بایکاټونو د لغو کیدا د سټراټیژیک اقدام د قانون له تصویبیدا وروسته لویدیځو هیوادونه ته باید ورښودل شي چې تهران به له خپلو متقابلو اقداماتو او اصولي غوښتنو څخه هیڅ ډول شاتګ ونکړي او نه به کوم ساز باز ونکړي .