اېډمېرل سياري:
دښمن د ايران له دفاعي توانمنيو ويريږي
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ مرستيال غږملونکي د دې په بيانولو سره چې دښمن د ايران له دفاعي توانمنيو ويريږي وويل، دښمن پوهيږي چې که څه لاس پښه غلطه وخوزوي سخت ګوزارونه به اوخوري.
د اېرنا د رپوټ له مخې اېډمېرل حبيب الله سياري نن د ايران په خلاف د نړيوال استکبار دسيسو ته په اشارې سره وويل، دښمن له هيڅ اقدامه ډډه نه ده کړې او په تېرو څو کلونو کښې يې هم د ايران په ختيځ او لويديځ کښې فوځي عمليات ترسره کړي دي چې په دغو دړکو سره مونږ وويروي خو دغه کوششونه يې په بې نتيجې پاتې دي.
اېډمېرل سياري د دې په بيانولو سره چې دښمن د ايران له دفاعي توانمنيو ويريږي دا خبره په ګوته کړه چې دښمن د ايران د خلقو ايمان، اعتقاداتو او شهادت غوښتنې څخه خبر دے او پوهيږي چې که څه لاس پښه غلطه اوخوزوي نو سخت ګوزارونه به اوخوري.
هغه د وسله والو ځواکونو دنده د هېواد له زمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع او د امنيت ټينګښت وبلۀ او زياته يې کړه، ايران د خپلو دفاعي سازوسامانونو د برابرولو لپاره په خپلو پښو اودرېدلے دے او هيچا ته ضرورت نه لري.