په ايران کښې د کورونا نوے حالت اعلان شو
(last modified Sun, 21 Feb 2021 11:32:00 GMT )
Feb 21, 2021 16:02 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا نوے حالت اعلان شو

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې وويل، په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په ايران کښې په کورونا اخته نور څلور اويا کسان مړۀ شول.

د ايران پرېس له مخې مېرمن سيما سادات لاري نن د دې په بيانولو سره چې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې اوه زره  نهه سوه يودېرش نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه ۵۷۴ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي وويل، په هېواد کښې په کورونا اخته د ټولو کسانو شمېر يو ميلين پينځه لکه څلور اويا زره او دولس تنو ته رسېدلے دے.

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې له بده مرغه په تېرو  څلوريشتو ګېنتو کښې ۷۴  تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر  ۵۹ زره ۴۸۳ تنو ته اورسېد زياته کړه،

له نېکه مرغه تراوسه يو ميلين درې لکه څلورڅلوېښت زره، اوه سوه يونوي کسان له دغې بيمارۍ څخه روغ شوي او يا له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.