دښمن په تپلې اقتصادي جګړه کې ماته خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96854-دښمن_په_تپلې_اقتصادي_جګړه_کې_ماته_خوړلې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بندیزونو شندېدا د ایران د ولس په وړاندې د دښمن د اقتصادي تپلي جګړې د ناکامه کېدو نښې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 09:53 Asia/Kabul
  • دښمن په تپلې اقتصادي جګړه کې ماته خوړلې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بندیزونو شندېدا د ایران د ولس په وړاندې د دښمن د اقتصادي تپلي جګړې د ناکامه کېدو نښې وبللې.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دولت اقتصادي همږغۍ په ناسته کې د جاپان، جنوبي کوریا، عراق او عمان له خوا د ایران د کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه د موافقې خبر ورکړ او زیاته یې کړه: د دښمنانو د هر اړخیزو فشارونو په وړاندې د ولس مقاومت نتیجه ورکړ.

روحانې دې ته په اشارې سره چي د ترجیحي سوداګرۍ د موافقې له پلي کېدو سره سم د اوریشیا له سیمي سره د ایران په سوداګریو کې ۳۰ سلنه زیاتوالې راغلې، وویل: ایران د دې هدف د تر سره کېدو په لړ کې تل د ډیپلماتیکو هڅو څخه کار اخیستی او دغه موافقه د نړیوالي سوداګریو په ډګر کې یو مثبت ګام بلل کیږي.

د ایران ولسمشر وویل: د سولي او د ثبات په لړ کې د ایران دریځ ته په کتو سره د بندیزونو او د کرونا پر مهال د اورېشیا سیمي سره سوداګرۍ نه یوازې د ایران په ګټه تمامه شوې بلکي ګاونډیو ته ګټي رسولي دي.