حميد شهرياري:
اسلامي انقلاب اسلام ته د نړيوالو د نظر د راوړېدو سبب شو
د اسلامي مذاهبو د نزدېکت نړيوالې ټولنې مشر وويل: د ايران اسلامي انقلاب د اسلام مبين دين ته د نړيوالو د نظر د راوړېدو سبب شو.
حميد شهرياري پرون د ايران په کردستان او کرمانشاه صوبو کښې د سني علماو د نمانځنې په وېبينار کښې وويل، اسلامي انقلاب د دې سبب شو چې د اسلام مبين دين او مکتب ته د نړيوالو د نظر د راوړېدو سبب شي او د دغه دین ژوند بخښونکي آثار بشري ټولنو ته جذب شي.
شهرياري واضحه کړه، د هغه انقلابي حرکت بنياد چې امام خميني (رح) يې باني دے د انقلابي او بصيرت لرونکو ديني علماو د علم او پوهې په بنياد ؤ چې د سلطې له نظام، امريکې او ظالمانه بادشاهي نظام سره مقابله يې خپله دنده ګڼله.
د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر هيله څرګنده کړه چې اسلامي انقلاب به د علماو په ذريعې سره خپل هدف او مقصد ته چې نوے اسلامي تمدن دے اورسي او د دې کتونکي شوو چې په اسلام کښې يو واحد امت تشکيل شي.