د عراق د بهرنیو چارو وزیر تهران ته راغی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97002-د_عراق_د_بهرنیو_چارو_وزیر_تهران_ته_راغی
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • د عراق د بهرنیو چارو وزیر تهران ته راغی

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته ورسېد.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل: د عراق د بهیرنیو چارو وزیر به د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف او نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په تېره یوه میاشته کې دا دوهم ځل دی چي د عراق د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي.

فواد حسین په تېر سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ملی امنیت د ستري شورا سرمنشي علی شمخانی سره وکتل.