د واکسن د رانیولو لپاره دولت خپل ټول وس کاروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97010-د_واکسن_د_رانیولو_لپاره_دولت_خپل_ټول_وس_کاروي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چي دولت یې د واکسن د رانیولو لپاره خپل ټول وس کاروي، هر څومره چي وکولایشو د ضرورت وړ واکسن رانیسو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 14:17 Asia/Kabul
  • د واکسن د رانیولو لپاره دولت خپل ټول وس کاروي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چي دولت یې د واکسن د رانیولو لپاره خپل ټول وس کاروي، هر څومره چي وکولایشو د ضرورت وړ واکسن رانیسو.

حسن روحانی د شنبې په ورځ د کرونا سره د مبارزې د ملي کمېټې په ناسته کې وویل: د واکسناسیون د بهیر په پېلیدو سره په راتلونکي اونیو کې د روغتیایي چارو کارکوونکو او زیات عمرلرونکو کسانو لپاره به حالات برابر شي.

د ایران ولسمشر وویل: شتمن او په مخ تللي هیوادونه هڅه کوي چي په نړۍ کې ټوله تولید شوي واکسن ځان له واخلي خو انساني اخلاق حکم کوي چي باید د نړۍ د ټولو انسانانو په هکله فکر وشي.

روحانی وویل: کرونا یوه داسي وبا ده چي ټوله نړۍ یې په سر اخیستې ده، معافیت هغه وخت رامینځ ته کېدایشي چي ټول هیوادونه د کرونا ضد واکسن تر لاسه کړي.