فواد حسین له شمخانی سره وکتل
Feb 27, 2021 14:20 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د ستري شورا منشي د عراق د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې اترې وکړې.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د ستري شورا منشي علی شمخانی سره خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل: د عراق د بهیرنیو چارو وزیر به د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف او نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
په تېره یوه میاشته کې دا دوهم ځل دی چي د عراق د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي.
ټیګونه