ایران به له فلسطین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97064-ایران_به_له_فلسطین_څخه_خپل_ملاتړ_ته_دوام_ورکړي
په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دغه هیواد کې د حماس د غورځنګ د دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په لیدنه کې له فلسطین څخه د ایران د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2021 03:49 Asia/Kabul
  • ایران به له فلسطین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دغه هیواد کې د حماس د غورځنګ د دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په لیدنه کې له فلسطین څخه د ایران د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حمید رضا دهقاني په خپل ټوییټر کې دې ته په اشارې سره چي د روسیې، ترکیې او جنوبي افریقا له سفیرانو سره یوځای په دوحه کې له اسماعیل هنیه سره کتلې، ولیکل: په دغه لیدنه کې د حماس د غورځنګ د دفتر مشر په فلسطین کې د بدلونونو او د حالاتو په اړه موږ معلومات راکړل.

دهقاني زیاته کړه: ایران د فلسطینیانو له وحدت څخه خوښحاله دی او هرکلی یې کوي.

په دې وروستیو کې فلسطیني ډلي د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره د صهیونیستي رژیم د اقداماتو په وړاندې پسله کلونو په وحدت باندې په ټینګار سره موافقې ته ورسېدل.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو ټینګار کړي چي ایران د غزې په ټرانګه کې د فلسطیني ولس تر څنګ به پاتي شي.