دښمن د اسلامي انقلاب له پایلو سره په مقابله کښې ناتوانه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97106-دښمن_د_اسلامي_انقلاب_له_پایلو_سره_په_مقابله_کښې_ناتوانه_دی
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې دښمن د ایران د اسلامي انقلاب له پایلو سره د مقابلې توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2021 02:42 Asia/Kabul
  • دښمن د اسلامي انقلاب له پایلو سره په مقابله کښې ناتوانه دی

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې دښمن د ایران د اسلامي انقلاب له پایلو سره د مقابلې توان نه لري.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې دښمن د ایران د اسلامي انقلاب له پایلو سره د مقابلې توان نه لري.

سردار جنرال حسین سلامي پرون وویل: د ایران اسلامي انقلاب یو باخبره انقلاب و او انسانیت یې راویښ کړ او په دنیا کښې د دغې بیدارۍ د تکراریدو مخه نه شي نیول کیدې.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر قومندان زیاته کړه: اقتصادي بندیزونه او محاصره د ایران اسلامي جمهوریت له ماتې سره نه شي مخامخولې.

هغه د ایران د ولس د تاواني کولو لپاره د دښمن هراړخیزو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: دښمن د اقتصاد، کلتور او حملو او وژلو په شمول له هر اړخه حمله وکړه خو لارې ورته بندې شوې.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې د دښمن لپاره د دغو ماتو اصلي راز د خپل مقابل قدرت د اصلي عناصرو نه پیژندل او د هغه ناپوهي ده، ټینګار وکړ: دښمن د معنوي قدرت د معیارونو اندازه نه شي لګولې او په مادي اوزارونو سره د یو ولس د معنویاتو، باورونو او ارزښتونو جنګ ته راپورته شوی دی.