د ايران په سراوان کښې د سپاه په موټر ترهه ګريزه حمله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97136-د_ايران_په_سراوان_کښې_د_سپاه_په_موټر_ترهه_ګريزه_حمله
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک د قدس سيمه ايز هېډکوارټر عمومي روابطو په سراوان کښې د سپاه په موټر د ترهه ګرې ډلګۍ د عناصرو د حملې په باره کښې يوه خبرتيا جاري کړه.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 03, 2021 01:05 Asia/Kabul
  • د ايران په سراوان کښې د سپاه په موټر ترهه ګريزه حمله

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک د قدس سيمه ايز هېډکوارټر عمومي روابطو په سراوان کښې د سپاه په موټر د ترهه ګرې ډلګۍ د عناصرو د حملې په باره کښې يوه خبرتيا جاري کړه.

د دغې خبرتيا په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې پرون د ترهه ګرې ډلګۍ عناصرو د سراوان ښار شا ته بم سيمه کښې په يو ناځوانمردانه اقدام کښې د سپاه په انجنيئرنګ ځواکونو باندې چې د خلقو د بې وزلې د ختمولو او خلقو ته د خدماتو د رسولو په لړ کښې د کليوالو سړکونو په جوړولو بوخت وو حمله وکړه.

په دغه ترهه ګريز اقدام کښې يو انجنئري کارکونکے ژوبل شوے او يو بل هم بې درکه شوے دے.

په خبرتيا کښې راغلي دي چې داسې ناځوانمردانه او بې وقوفانه حرکات به د سيمې بې وزلو خلقو ته د خدماتو په رسولو کښې هيڅ خلل رامنځته نه کړې شي.