د ایران په ضد پرېکړه لیک به رایي ورکولو ته وړاندې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97152-د_ایران_په_ضد_پرېکړه_لیک_به_رایي_ورکولو_ته_وړاندې_شي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ په واکمنه شورا کې د ایران په ضد د پرېکړه لیک د وړاندې کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 03, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد پرېکړه لیک به رایي ورکولو ته وړاندې شي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ په واکمنه شورا کې د ایران په ضد د پرېکړه لیک د وړاندې کېدو خبر ورکړ.

د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان وویل چي د برتانیې، فرانسې او جرمني له خوا تدوین شوی پریکړه لیک چي په کښې له ایټمي نړیوالې ایجنسۍ سره د ایران د همکاریو په کمېدو نیوکه شوې د واکمنو په شورا کې رایي ورکولو ته به وړاندې شي.

دغه پرېکړه لیک په داسي حال کې واکمني شورا ته وړاندې کیږي چي ایران او روسیې د دې پرېکړه لیک د تصویبېدو د پایلو په هکله لوېدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړی دی.

ایران خبرداری ورکړی چي د دغه پرېکړه لیک تصوبېدا تخریبوونکې ده او د ایران او د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ د فبرورۍ د یوویشتمي بیانیې د ختمېدو په معنی ده.

د فبرورۍ په یوویشتمه ایران او نړیوالي ایټمي ایجنسۍ موافقه وکړه چي د الحاقي پروټوکول د پلي کېدو بهیر او د برجام په چوکاټ کې اضافي پلټنې ختمي شي او ایران یوازې د (Safe Guard) په چوکاټ کې د پلټنو لپاره نړیوالي ایټمي ایجنسۍ ته لاسرسي ورکړي.

په دې توګه د ایران د اسلامي شورا د پرېکړه لیک پر اساس نړیوالي ایټمي ایجنسۍ ته هیڅه ځانګړې لاسرسي نه ورکول کیږي او دغه ایجنسۍ د معمول سره سم یوازې د (Safe Guard) په چوکاټ کې خپلي پلټنې مخ ته بیولایشي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې کله چی امریکا په یوه اړخیزه او غیرقانوني توګه له برجام موافقې څخه ووتۍ، ایران په دې شرط په موافقې ژمن پاتي شو چي د برجام نور لوېدیځ هیوادونه په خپلو ژمنو عمل وکړي لیکن له بده مرغه د کلونو فرصت سره سره لوېدیځو هیوادونو هم د امریکا په ملتیا سره د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هیڅ اقدام نه وکړ.