د برجام په اړه بیاځلي مذاکرات ناشووني دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97178-د_برجام_په_اړه_بیاځلي_مذاکرات_ناشووني_دي
د برجام په اړه بیا ځلي مذاکرات ممکن نه دي او د خوندي کولو یواځینۍ لاره یې د امریکا له خوا د بندیزونو لیري کول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2021 14:21 Asia/Kabul
  • د برجام په اړه بیاځلي مذاکرات ناشووني دي

د برجام په اړه بیا ځلي مذاکرات ممکن نه دي او د خوندي کولو یواځینۍ لاره یې د امریکا له خوا د بندیزونو لیري کول دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د سې شنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په خبرو کې په دې باندې په ټینګار سره چي برجام یوه داسي نړیواله موافقه ده چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پرېکړه لیک سره تثبیت شوې، وویل: د برجام د موافقې د بیرته راژوندي کولو لپاره د فرصتونو په ضایع کېدو سره به حالات نور هم سخت شي.

روحانی د ایران له لوري د الحاقي پروټوکول د بهیر بندېدا د دې هیواد پارلمان له پریګړي په اساس وباله او زیاته یې کړه چي د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ په واکمنه شورا کې هر ډول تخریبي دریځ به نوي ستونزې وزېېږوي.

ایران د خپلو ایټمي فعالیتونو په پلټنه کې تر ټولو زیاته همکاري له نړیوالي ایټمي ایجنسۍ سره درلودلې ده، د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ د وروستیو کلونو راپورونه په دغه مسالې باندې شهادت ورکوي چي ایران په بشپړه توګه د برجام په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل کړی دی.

په مقابل لوري کې ایران د نړیوالي ایتمي ایجنسۍ د یوې غړي په توګه د سوله ایزو موخو لپاره د ایټمي انرجیو د کارولو له حق څخه نه تیریږي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د خبرګان د شورا له غړو سره په خپله وروستي کتنه کې هر ډول ایټمي او کیمیاوي وسلې چي د ملکي وګړو د وژلې سبب ګرځي حرامي وبللې او ویې فرمایل: لیکن موږ د هیواد له ضرورتونو سره سم د ایټمي وړتیاو په تر لاسه کولو کې جدي یو، په همدې خاطر د ایران له لوري د اورانیمو د پخلی یا بډاینې کچه به ۲۰ سلنه پاتي نه شي او د هیواد له اړتیاو سره سم د بډاینې کچه به زیاته شي لکه د ایټمي موټورونو لپاره ممکن د اورانیومو د بډاینې کچه ۶۰ سلنو ته ورسول شي.

د برجام له موافقې څخه د امریکا د غیرقانوني تر وتلو وروسته ایران د یو کال په موده کې خپلي ټولي ژمنې عملي کړې او اروپایي هیوادونو ته چي ایران ته د ور اوښتیو زیانونو د جبران وعدې کولې په کافي اندازه وخت ورکړ.

یو کال له هغه نه وروسته چي اروپایی هیوادونو د خپلو ژمنو په پلي کولو کې پاته راغلل تهران اعلان وکړ چي د برجام د موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو پر اساس خپلي ژمنې راکموي تر څو د ژمنو او د ایران د حقونو تر مینځ مناسب انډول وساتل شي.

ایران هم په مذاکراتو کې او هم د برجام د موافقې په پلي کولو کې نرم دریځ غور کړ خو د دې په ځواب کې لوېدیځو هیوادونو نه یوازې په خپلو ژمنو عمل نه وکړ بلکي اپوټه نور بندیزونه هم په ایران ولګول، فرانسې، جرمني او برتانیې چي ایران ته د اوښتیو زیانونو د جبران وعدې کړي وي یا یې نه غوښتل چي خپلي ژمنې پوره کړي او یا هم د خپلو ژمنو په پوره کولو کې کامیابه نه شول.

خو په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره هم هیڅ بدلون نه دی راغلی، امریکا د همهغه زړې نسخې په پلي کولو سره غواړي ایران یو ځل بیا د مذاکراتو مېز ته کښېنوي.

امریکا اوس په دې لټه کې ده چي د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ فضا د ایران په ضد د پرېکړه لیک په وړاندې کولو سره له ګډوډیو سره مخامخ کړي، په دې تمه چي په دې کار سره وکولایشي د مذاکراتو لپاره خپله غوښتنه په ایران باندې وتپي، دغه تاکتیک تر دې مخکې هم د سیاسي اړم په توګه کار اخیستل شوی دی چي په پایله کې یې صرف حالات نور هم پیچلي شوي دي.

د کوئینسي د موسسې مخکښ کارپوه جو سیرینسیون په دې باندې په ټینګار سره چي بایډن تر اوسه د ایران په وړاندې د ټرامپ د فشار سیاست ته دوام ورکړي وویل: بایدن تر هغه پوري چي خپله لاره بدله نه کړي د ایټمي موافقې د له مینځه تلو خطره په خپل ځای کې ده.

هغه زیاته کړه: د ټرامپ د ادارې د سیاست تر ټولو غټه خطره د دواړو لورو تر مینځ د فوځي نښتې احتمالات و چي هیڅ یوه لوري ورته لیولتیا نه لرله. خو اوس د بایډن د ادارې د سیاست خطره دا ده چي دواړه لوري کولایشي هغه موافقه له مینځه یوسې چي دواړه حکومتونه یې غوښتونکي دي.

څرګنده ده د ایران اسلامي جمهوریت تېرو وعده خلافیو ته په پام سره د برجام د خلافورزي کوونکې لوري په توګه د امریکا د عملي ګامونو او تصحیحي اقداماتو په بڼه کې خپلو برجامي ژمنو ته ستنیږي.