ایراني امنیتي سرچینې:
امریکا سره د مذاکراتو لپاره هیڅه نوې طرحه شتون نه لري
یوې ایراني امنیتي سرچینې اعلان وکړ چي په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو تر لیري کېدو مخکې له امریکې سره هیڅ ډول خبري اتري نه کیږي.
د دغي امنیتي سرچینې په خبره لوېدیځو هیوادونو د ایران د ولسمشر حسن روحاني له څرګندونو ناسمه اخیسته کړې چي یې ویلي وه امریکا دي د عملي اقداماتو په تر سره کولو سره برجام ته راستانه شي.
د دې راپور سره سم، ایران هیڅ یوه داسي طرحه په نظر کې نه لري چي له مخي د بندیزونو څخه د لیري کېدو تر مخه امریکې سره خبري اتري تر سره کړي.
د دغي امنیتي سرچینې په وېنا د ایران او د امریکې تر مینځ د خبرو اترو د پیل لپاره قدم په قدم له طرحي سره د ایران د اسلامي جمهوریت په جګپوري کچه کې مخالفت شوی او د بندیزونو تر لیري کېدو مخکې به له امریکې سره هیڅ ډول اړیکي ټینګي نه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د اکو د اقتصادي همکاریو په ناسته کې ویلي وه چي امریکا مسئولیت لري چي د بندیزونو په لیري کولو او د عملي اقداماتو په تر سره کولو سره د برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته راستانه شي ځکه چي امریکا لومړی له دې موافقې څخه وتلې ده.