د ایران ولس د ارادو د جنګ بریالی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97494-د_ایران_ولس_د_ارادو_د_جنګ_بریالی_دی
د  اسلامي ایران ولسمشر وویل: د ایران ولس د ارادو په جنګ کې په کامیابۍ سره داسې کار وکړ چې د سپینې ماڼۍ واکمنانو په ځلونو د جنګ او زیات نه زیات فشار د سیاست په ماتې اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د ارادو د جنګ بریالی دی

د  اسلامي ایران ولسمشر وویل: د ایران ولس د ارادو په جنګ کې په کامیابۍ سره داسې کار وکړ چې د سپینې ماڼۍ واکمنانو په ځلونو د جنګ او زیات نه زیات فشار د سیاست په ماتې اعتراف وکړ.

د  اسلامي ایران ولسمشر وویل: د ایران ولس د ارادو په جنګ کې په کامیابۍ سره داسې کار وکړ چې د سپینې ماڼۍ واکمنانو په ځلونو د جنګ او زیات نه زیات فشار د سیاست په ماتې اعتراف وکړ.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې حسن روحاني نن د شهید د ورځې د درنښت او  د شهید فاونډیشن له ملي طرحو د ګټه پورته کولو په  مراسمو کې  خپلو ناروا ګټو ته د ایران د تسلیمولو لپاره د دښمنانو طرحو ته په اشارې سره وویل: په دې جنګ کې د ایرن د ولس ارادې کامیابې شوې.

 ده زیاته کړه د ایران ولس داسې کار وکړ چې په سپینه ماڼۍ کې نوې راغلې واکمنان بیا بیا وایي چې دغه جنګ او زیات نه زیات فشار  ماته خوړلې او د دې مطلب دا دی چې د ایران  ولس لویه کامیابي حاصله کړې ده.

 د اسلامي ایران ولسمشر د رسول الله مبارک (ص) د مبعث ورځې ته په اشارې سره وویل: ټول بیاد د رسول الله مبارک په شان جذبوونکې  او پاک اخلاق ولرو.