د اسلامي جمهوریت ورځ د ظالم حکومت د ختمیدا ورځ ده
(last modified Thu, 01 Apr 2021 00:14:06 GMT )
Apr 01, 2021 04:44 Asia/Kabul
  • د اسلامي جمهوریت ورځ د ظالم حکومت د ختمیدا ورځ ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د وري د میاشتې دولسمه(۱۲) نیټه چې د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ ده د دوښمانانو د دسیسو او د شاهنشاهي ظالم حکومت د ختمیدا ورځ وبلله .

د ایران د اسلامي جمهوریت د ورځې په مناسبت د اسلامي جمهوریت د پوځ په پرونۍ بیانیې کښې ویل شوي دي دغه ورځ د هغو بصیرت لرونکو  ښځو او سړیو د پرتمینه حماسې یادونه کوي چې د شاهنشاهي ظالم حکومت په ختمولو او د ایران د اسلامي جمهوریت سپیڅلي نظام ته د زیاتو رایو په ورکولو سره د ایران د نوي اسلامي اوپرتمینه انقلاب د بدغواړو او مستکبرانو دوښمانانو او دسیسو په وړاندې ودریدل او د خپلواکۍ او د ازادۍ په ویاړمنه لاره کښې د انقلاب د اورګاډي د حرکت سبب شول .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي په انتخاباتو کښې د خلکو زیات ګډون او اسلامي جمهوریت ته د خلکو پریکنده رایې د خپلواکۍ غوښتنې ، ازادۍ غوښتنې او له استکبار سره په مبارزې کښې د اسلامي ایران د ملت د غوښتنې نښه ده  .