په ایران کې نور ۱۱۷کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
میرمن سیماسادات لاري وئيلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو ۱۱۷ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم دوه شپیته زره 876 تنو ته زیات شوی دی
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو داعلانولو په وخت وئيلي دي ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، په هیواد کې په تیر شواروز کې په کرونا نورو یولس زره شپزسوه شپیته ککړ کسان پيژندل شوي دي .
میرمن سیماسادات لاري وئيلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو ۱۱۷ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم دوه شپیته زره 876 تنو ته زیات شوی دی .
په پاکستان او افغانستان کې هم د کرونائي ویروس خوریدا په اوڅاره توګه زیاته شوې ده او د پاکستان مرکزي حکومت یو ځل بیا په زیاتره سیمو کې سمارټ لاک ډاؤن ته مخه کړې څو ددغه مرګوني ویروس د اوسنۍ خطرناکې مرحلې مخه ونیول شي .