سعيد خطيب زاده:
د ايران پرېکنده سياست د ټولو بنديزونو خاتمه ده
د ايران د خارجه وزارت وياند د ايران د تلافي کونکو اقداماتو د اودرولو شرط د امريکې د ټولو بنديزونو ختمول او د هغو راستي آزمائي وبلله.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده، نن ګام په ګام د ايران د بنديزونو د ختمولو په باره کښې د امريکې د خارجه وزارت د وياند د مرستيال د څرګندونو په ردعمل کښې وويل، هم هغه ډول چې په ځلونو په ډاګه ويل شوي دي چې هيڅ ګام په ګام پلان مطرح نه دے او د ايران د اسلامي جمهوريت پرېکنده سياست د هغو بنديزونو په شمول چې ټرمپ له برجام ايټمي موافقې نه له وتلو وروسته لګولي او يا له ابتدا نه لګول شوي دي او يا هم هغه بنديزونه چې په نورو عنوانونو سره لګېدلي دي د امريکې د ټولو بنديزونو لرې کول دي.
خطيب زاده واضحه کړه، څرګنده ده چې پکار دے د بنديزونه دغه لرې کول موثره وي او د ايران لخوا يې راستي آزمائي اوشي.