روحانی د روسیې او ایران د اړیکو په پراختیا ټینګاروکړ
روحانی په دوام کې د امنیت د ساتلو په ضرورت په تینګار سره په سیمه کې سوله او ثبات او دا چی د سیمې امنیت باید پخپله د سیمې د هیوادونو په وسیله وساتل شی ، د ایران او روسیې د دفاعی او پوځی ملګرتیاو د پراختیا په ضروروت ټینګار وکړ .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن د روسیې له خارجه وزیر لاوروف سره په کتنه کې په ټولو زمینو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو له ظرفیتونو د ګټې پورته کولواو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو ارادې ته په اشارې سره له بهرنیو دباونو اغیزمنلو پرته د متقابلو ګټو په لړ کې د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ .
روحانی په دوام کې د امنیت د ساتلو په ضرورت په تینګار سره په سیمه کې سوله او ثبات او دا چی د سیمې امنیت باید پخپله د سیمې د هیوادونو په وسیله وساتل شی ، د ایران او روسیې د دفاعی او پوځی ملګرتیاو د پراختیا په ضروروت ټینګار وکړ . د اسلامی ایران ولسمشر له ایټمی خبرواترو د ماسکو له دریځونو او ملاتړونو په قدرونې سره وویل نن امریکا او درسته نړۍ دې نتیجې ته رسیدلی چی د زیات نه زیات دباو سیاست ماته خوړلی او ایټمی موافقې ته د امریکا د ستنیدا یوازنۍ لاره د بایکاټونو لغوه کول دي .
د روسیې خارجه وزیر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی دواړه هیوادونه د اړیکو د پراختیا او ژورتیا لپاره هوډمن دي اوپیاوړی اراده لری ، وویل د تخنیکی او دفاعی ملګرتیاو په شمول د تهران او ماسکو د ملګرتیاو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نشته دې . ده وویل د ماسکو له نظره د ایټمی مسلې یوازنۍ حل لاره برجام ته د امریکا بی قید و شرطه ستنیدا ده . لاوروف جوته کړه زمونږ له نظره دا بشپړه بی ګټې ده چی له ایرانه وغوښتل شی د برجام په چوکاټ کې نوی شرایط ومنی او یا د ایټمی موافقې په چوکاټ کې له خپلو ژمنو وراخوا عمل وکړی .