تهران ته د روسیې دخارجه وزیر سفر
د ایران او روسیې اړیکی سټراټیجیکی اړیکی حسابیږی . همداراز دواړه هیوادونه د امنیت په تامینولو او له ګډو ګواښونو سره په مقابله کې د دفاعی غږملتیا په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبوی .
د روسیې خارجه وزیرلاوروف نن په تهران کی د ایران له ولسمشر او خارجه وزیر سره کتنه او مهمو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن د روسیې له خارجه وزیر لاوروف سره په کتنه کې په ټولو زمینو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو له ظرفیتونو د ګټې پورته کولواو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو ارادې ته په اشارې سره له بهرنیو دباونو اغیزمنلو پرته د متقابلو ګټو په لړ کې د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ .
روحانی په دوام کې د امنیت د ساتلو په ضرورت په تینګار سره په سیمه کې سوله او ثبات او دا چی د سیمې امنیت باید پخپله د سیمې د هیوادونو په وسیله وساتل شی ، د ایران او روسیې د دفاعی او پوځی ملګرتیاو د پراختیا په ضروروت ټینګار وکړ . د اسلامی ایران ولسمشر له ایټمی خبرواترو د ماسکو له دریځونو او ملاتړونو په قدرونې سره وویل نن امریکا او درسته نړۍ دې نتیجې ته رسیدلی چی د زیات نه زیات دباو سیاست ماته خوړلی او ایټمی موافقې ته د امریکا د ستنیدا یوازنۍ لاره د بایکاټونو لغوه کول دي .
د روسیې خارجه وزیر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی دواړه هیوادونه د اړیکو د پراختیا او ژورتیا لپاره هوډمن دي اوپیاوړی اراده لری ، وویل د تخنیکی او دفاعی ملګرتیاو په شمول د تهران او ماسکو د ملګرتیاو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نشته دې . ده وویل د ماسکو له نظره د ایټمی مسلې یوازنۍ حل لاره برجام ته د امریکا بی قید و شرطه ستنیدا ده . لاوروف جوته کړه زمونږ له نظره دا بشپړه بی ګټې ده چی له ایرانه وغوښتل شی د برجام په چوکاټ کې نوی شرایط ومنی او یا د ایټمی موافقې په چوکاټ کې له خپلو ژمنو وراخوا عمل وکړی .
د ایران او روسیې خارجه وزیرانو هم همداراز د ایران اور وسیې ترمینځ د کلتوری مرکزونو د فعالیت د چوکاټ او جوړولو موافقه لیک لاسلیک کړل . تهران ته د روسیې د خارجه وزیر سفر ډیر مهم دې . په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالی د دغه سفر اهمیت ته په اشارې سره باوری دې ، د په دغه وخت کې د لاوروف سفر چی د رهبرۍ ستر مقام د روسیې د ولسمشر پوتین لپاره مهم لیک لیکلې وو او هغه ځواب هم چی پوتین د رهبر معظم لیک ته ورکړ ، په دغه لیک کی ډیر مهم ټکی وو چی دا په دغو لیکونو کې د رهبرۍ د ستر مقام او پوتین د غوښتنود عملیاتی کیدا یو ډول پیلامه وی .
د ایران او روسیې اړیکی سټراټیجیکی اړیکی حسابیږی . همداراز دواړه هیوادونه د امنیت په تامینولو او له ګډو ګواښونو سره په مقابله کې د دفاعی غږملتیا په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبوی . د دې په ترڅ کې د کیسبین سمندرګی په حوزه کې موجود پوټینشلونه ، د شمال او جنوب نړیوال کوریډور وغیره د ایران او روسیې د اړیکو اهمیت زیات کړې دې .
دغو مولفو ته په پام سره د ایران او روسیې د اړیکو په لرلید کې درې چورلیزی او سټراټیجیک ټکی مطرح دي .
لومړی د پیاوړیو اقتصادی ، سیاسی او امنیتی بلاکونو په چوکاټ کې د اوږدمهاله اړیکو د رامینخټه کولو لپاره د زمینې بڼه غوره کول دی . دوهمه موضوع د څواړخیز پالنې سیاست پیاوړتیا ده .
دریمه موضوع له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ، د کړکیچونو له اواری سره مرسته ، او د سوریې ، افغانستان او یمن په شمول په سیمه ایزو لانجو کې او موضوګانو د ایران او روسیې سټراټیجیکی اړیکی دی .
پر دغو موردونو سربیره تهران ته د لاوروف سفر باید د ایټمی موافقې له نظره هم وجاجول شی .
لاوروف تهران ته د خپل سفر په درشل کې وویل روسیه دې نتیجې ته رسیدلی ده چی له برجام پرته هیڅ معقول پروګرام وجود نلری .
په داسې شرایطو کې تهران ته د لاوروف سفر په مهمو او سټراټیجیکو هدفونو سره ترسره شوې دې .