حجت الاسلام حمید شهرياري:
اسلامي اتحاديه په اسلامي نړۍ کښې يوه نوې نظريه وړاندې کوي
د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر وويل: د اسلامي اتحاديې منصوبه د اسلامي نړۍ په سطح کښې د يو نوښت او نوې نظريې وړاندې کول دي.
حجت الاسلام حميد شهرياري پرون په عراق کښې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د غړيوپه دويمه کلنۍ غونډه کښې چې په عراق کښې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نمائندګۍ د دفتر په بلنې سره جوړه شوه د اسلامي اتحاديې د مفهومي ماډل او اسلامي يووالي ته د رسېدو لپاره د دغه ماډل پينځه ټکي بيان کړل.
شهرياري واضحه کړه، يووالي ته د اسلامي امت د رسېدو لپاره په اسلامي نړۍ کښې له عقلانيت څخه برخوري او نوې نظريه وړاندې کول د نظر وړ چاره ده.
هغه زياته کړه د امت واحده مطلب په ټوله نړۍ کښې ټول مسلمانان پکار دے په يو پلېټ فارم او قيادت لاندې راغونډ شي چې هغه د خداے له ګران رسول (ص)څخه پېروي ده او د هغه حضرت پېروي دوه خصوصيتونه لري يو له دښمن سره مقابله او بل له يو بل سره دوستي او مهرباني.
د دغې کتنې په شروع کښې يو شمېر عراقي عالمانو او دانشورانو د مسلمانانو د وحدت او يووالي په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.