د صهیونیسټ رژیم شتون د سیمې لپاره خطرناک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98888-د_صهیونیسټ_رژیم_شتون_د_سیمې_لپاره_خطرناک_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر د قطر له امیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم شتون خطرناک وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2021 06:38 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم شتون د سیمې لپاره خطرناک دی

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر د قطر له امیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم شتون خطرناک وباله .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني سره په ټیلي فوني خبرو کښې د خبرو اترو لارې د یمن د  کړکیچ په شمول د سیمې د کړکیچونو او د مسائیلو د حل پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل د صهیونیسټ رژیم شتون د سیمې لپاره خطرناک دی .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني سره په خبرو کښې د قطر خلکو او حکومت ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کښې په ټولو زمینو په تیره بیا د تجارت او د اقتصاد په برخه کښې د تهران او د دوحې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .

حسن روحاني د سیمې د موضوعګانو په هکله د قطر د حکومت د دریځونو په هرکلي سره وویل په سیمه کښې د امنیت د سولې او د ثبات د تامینیدا لپاره یوازنۍ بریالۍ روده له سوله ییزو لارو د مسائیلو حل کول او مسولیت منل او د ګډو ګټو په نظر کښې نیول دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل پوځي توب د سیمې مسائیل نشي حل کولای .

حسن روحاني وویل اټومي تړون ته د امریکا د ورستنیدا یوازنۍ لاره د ټولو بایکاټونو لغو کول او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک پراساس په خپلو ټولوژمنو باندې د واشنګټن عمل کول دي او د امریکا له دغه اقدام وروسته به ایران په اټومي تړون کښې خپلو ټولو ژمنو ته ورستون شي .

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني هم په دغوخبرو کښې د روژې د میاشتې د رارسیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او ژورتیا ټینګار وکړ او ویې ویل ایران او قطر باید د پراخولو لپاره له ټولو ظرفیتونو استفاده وکړي .