د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ ختمول نړیوالې ملګرتیا ته ضرورت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99416-د_کرونا_د_نړیوالې_ټریجډۍ_ختمول_نړیوالې_ملګرتیا_ته_ضرورت_لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ټینګار وکړ چې د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ پاې ته د رسولو لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 03:07 Asia/Kabul
  • د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ ختمول نړیوالې ملګرتیا ته ضرورت لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ټینګار وکړ چې د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ پاې ته د رسولو لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ټینګار وکړ چې د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ پاې ته د رسولو لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف بیګا په دغه ټویټ کښې زیاته کړې ده: په داسې حال کښې چې هندوستان د وبا په داسې بد حالت کښې ګیر شوی دی چې په ګډ انساني درد بدل شوی دی، ایران له دغه هیواد سره خپل پیوستون څرګندوي.

هغه زیاته کړه: غمجنو کورنیو ته تعزیت وایم او د ټولو ناروغانو د زرترزره ښه کیدو دعا کوم.

ښاغلي ظریف څرګنده کړه چې د دې نړیوالې ټریجډۍ له مینځه وړل نړیوالې ملګرتیا ته اړتیا لري.