د ایران مقاومت د ټولو بندیزونو ختمیدل دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ د تهران مقاومت د ټولو بایکاټونو د ختمولو لپاره دی .
د ایران د باندنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچي پرون د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون د غونډې په څنګ کښې وویل په خبرو کښې چیلنجونه شته البته په داسې لاره کښې یوو چې نتیجې ته رسیدلی شو .
عراقچي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده دریځونه کاملا روښانه او معلوم دي ، بایکاټونه باید ختم کړې شي او د بندیزونو د ختمیدا حقیقت معلوم شي او ورپسې ایران خپلو ژمنوته بیرته ورستنیږي .
د ایران د خارجه وزیر مرستیال عباس عراقچي وویل په پریکنده توګه د خبرو اترو موده نشو اټکل کولای خو اجازه به ورنکړو چې خبرې اترې ورستې او ستومانه شي .
عباس عراقي وویل که چیرې داسې احساس کړو چې په مقابل لورو کښې جدیت نشته او یا د وخت د ترلاسه کولو یا د وخت د ضایع کولو یا ورستو مسائیلو ته د خبرو اترو د کاږلو او احیانا د نورو موضوعګانو د ورزیاتولو هڅه کوي حتما به خبرې په هماغه ځاې کښې غوڅې کړو .
هغه وویل مونږ به نه بیړه وکړو او نه به اجازه ورکړو چې خبرې اترې ورستې شي او مونږ به په دقت او هوښیارۍ سره خبرو اترو ته دوام ورکړو .