ایران کښې کرونا کابو ۵۰۰ تنه نور ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99514
د ایران روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په هیواد کښې د کرونا له امله د ۴۹۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 26, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • ایران کښې کرونا کابو ۵۰۰ تنه نور ووژل

د ایران روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په هیواد کښې د کرونا له امله د ۴۹۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی

د ایران روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په هیواد کښې د کرونا له امله د ۴۹۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی

د ایران روغتیا وزارت وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ۴ سوه ۹۶ نورو ایرانیانو په مړینې سره د کرونا له امله د وژل شویو ټول شمیر ۷۰ زره او ۷۰ تنو ته ورسید.

خبر زیاتوي چې په تیر شواروز کښې هم داشان ۲۱ زره او ۲۶ د کرونا نوي ناروغان معلوم شول چې په کښې ۳ زره او ۷۳۴ تنه په روغتونونو کښې داخل کړې شول او داشان په ایران کښې تر ننه پورې په کوویډ-۱۹ د اخته شویو کسانو ټول شمیر ۲ میلیون، ۴ لکه، ۱۷ زره او ۲۳۰ تنو ته رسیدلی دی.

هم داشان ۱ میلیون، ۸ لکه، ۹۲ زره او ۲۲۹ تنه کرونايي ناروغانو شفا موندلې ده یا له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.