امریکا باید د ایران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي بیګا په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې له ختمیدا وروسته د تهران پرضد د امریکا د ټولو بندیزونو په ختمیدا ټینګار وکړ .
عباس عراقچي له پریس ټي وي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل هغه ټول بندیزونه چې د اټومي تړون له اجرايي کیدا وروسته په ایران لګیدلي دي که هغه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کښې و او که د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې باید لغو شي .
عراقچي دغه راز د کاتسا په نوم د بایکاټونو په هکله هم وویل ایران د کاتسا په شمول د ټولو بایکاټونو په ختمیدا ټینګار لري .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي دغه راز د امریکا او د ایران د اقداماتو د ترتیباتو په هکله هم وویل د ایران دریځونه نه دي بدل شوي او امریکا باید ټول بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د بندیزونو د ختمیدا د حقیقت له معلومولو وروسته خپلو اټومي ژمنو ته بیرته ورستنیږي .
هغه له ایران سره د چین او د روسیې د دریځونو د یوشان په هکله رضایت څرګند کړ .