ایران د ۹۰ میلیون کرونا واکسنو د اخیستو تړون وکړ
(last modified Fri, 30 Apr 2021 03:09:54 GMT )
Apr 30, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • ایران د ۹۰ میلیون کرونا واکسنو د اخیستو تړون وکړ

د ایران مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې هیواد یې د کرونا د ۹۰ میلیونو واکسینو د اخیستو تړون تړلی دی.

د ایران مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې هیواد یې د کرونا د ۹۰ میلیونو واکسینو د اخیستو تړون تړلی دی.

جمشید انصاري پرون ایرنا ته په مرکه کښې وویل چې په هیواد کښې د څه باندې ۹۰ میلیونه کرونا واکسنو د اخیستو تړون شوی دی.

انصاري زیاته کړه: کومه ونډه چې ایران له کوواکس څخه اخیستې ده، تقریباً ۲۱ میلیونه، د روسیې د سپوتنیک وي  ۶۰ میلیونه او له چین څخه څه باندې ۱۰ میلیون ډوز له مخکښې نه ترلاسه شوي دي.