امریکا او ټولې خواوې د اټومي تړون احیا ته جدیت لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره د ګډ کمیسیون په غونډې کښې د موجودو لورو په جدي ارادې باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل امریکا اټومي تړون ته د ستنیدا لپاره جدیت لري او تراوسه یې د بایکاټونو د سترې برخې د ختمولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
هغه پرون په ویانا کښې د اټومي تړون د کمیسیون د غونډې د څلورم (۴) پړاو له ختمیدا وروسته وویل هغه خبرونه چې د امریکا د چارواکو لخوا مونږ ته منتقل کیږي دا دي چې واشنګټن اټومي تړون ته د ستنیدا لپاره جدیت لري او امریکا تراوسه د بایکاټونو د سترې برخې د ختمولو لپاره چمتو والی اعلان کړی دی او البته زمونږ له نظره تراوسه دغه کار بشپړ نه دی او په همدې دلیل تر هغه وخته پورې چې مونږ په دې زمینه کښې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسیږو خبرې اترې دوام لري .
عباس عراقچي وویل که چیرې د ایران د اسلامي جمهوریت غوښتنې تامین شي نو تهران اټومي ژمنو ته د بیرته ستنیدا لپاره کاملا جدي دی چې بیا د اټومي تړون په بشپړه ډول اجرا ته ورستون شي .