-
د نوی کاتولیک رهبر ټاکل به د عدالت، انساني کرامت او سولې د ساتنې لپاره یو ارزښتناک فرصت وي.
May 10, 2025 10:17د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د نړۍ د کاتولیکانو نوي مشر «لیو څوارلسم» ته د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي ویلې او هیله ئې ښودلې چې دین باید د بې عدالتۍ او جګړه غوښتنې په وړاندې ودرېږي.
-
په بیروت کې د ایران سفارت وايي، د لبنان پر جنوب د صهیونیستي رژیم بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
May 09, 2025 02:46پارس ټودي - په لبنان کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم له خوا د لبنان پر جنوبي بریدونه وغندل.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په هند کې خبرې اترې رغوونکې وې
May 09, 2025 02:40پارس ټودي - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د هند یوه ورځني سفر د لاسته راوړنو په اړه وویل: د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ، په تېره بیا د روغتیا او درملو په برخه کې رغوونکې خبرې اترې ترسره شوي دي.
-
د ایران د تېلو صنعت څېړنځای او د چین د کیآن شرکت ترمنځ د زغال ډبرو څخه طبیعي ګازو ته د بدلون تفاهملیک لاسلیک شو
May 09, 2025 02:38پارس ټودي - د ایران د تېلو صنعت څېړنځای او د چین کیآن (Keyon) شرکت د زغال ډبرو څخه طبیعي ګازو ته د بدلون لپاره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
-
د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وايي، که دښمن ګواښ وکړي، موږ د هرې کچې جګړې لپاره چمتو یو
May 09, 2025 02:31پارس ټودي - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان، سردار سرلشکر حسین سلامي، امریکايي چارواکو ته په خطاب وویل: زموږ لومړیتوب د ډیپلوماسۍ له لارې د عادلانه حل او د ګواښونو له فضا څخه لیرې د ستونزې تعقیب دی، خو که تاسو ګواښ وکړئ، پوه شئ چې موږ د هرې کچې جګړې لپاره چمتو یو.
-
اسلامي تمدن د اوسنی د مادی او کاږه واږه تمدن سره په ټکر کې دی
May 08, 2025 08:23د اسلامي انقلاب رهبر د علمیه حوزې د بنیاد د اېښودلو د سل کلن کېدو کنفرانس ته په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چي واضح تبلیغ او د نوی اسلامي تمدن لپاره د بستر برابرول د حوزې له ټولو مهمه دنده ده.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په انګلستان کې د ایرانيانو شکمن نیولووخت "د پردې تر شا مسلو" نښه ده
May 08, 2025 11:38پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په انګلستان کې د نیول شویو ایرانیانو په اړه د کیسې جوړولو په ردولو سره وویل: "د اوسني وخت انتخاب او د برتانوي لوري لخوا د تعامل نشتوالی ښیي چې ظاهرا د پردې تر شا ستونزې روانې دي."
-
د پزشکیان او پوتین په وروستي خبرو اترو کې کومې موضوعات ټینګار شوي؟
May 08, 2025 05:57پارستودي - پزشکیان په خپل وروستي تماس کې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا اتیایمې کلیزې په مناسبت پوتین او د روسیې خلکو ته مبارکي وویله.
-
هیله ده هند او پاکستان په زغم سره د سیمې تاؤتریخوالی کم کړي
May 08, 2025 02:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي په اړه وویل، هیله ده دواړه هېوادونه د زغم له لارې د سیمې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې کمې کړي.
-
په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ روښانه کړې ده چې حقیقتونه د سپینې ماڼۍ په پریکړو نه بدلېږي
May 08, 2025 02:09په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازولۍ د فارس خلیج د نوم د جعل په اړه د امریکا د ولسمشر د هڅو په باب وویل: حقیقتونه د سپینې ماڼۍ په رجسټرونوکې په پریکړو نه بدلېږي.