د سیستان او بلوچستان په پوله د وسلو قاچاقي محموله کشف شوه
Jul 16, 2026 15:07 Asia/Kabul
د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د وسلو د قاچاق یوې شبکې د فعالیت مخه نیول شوې او یوه اندازه وسلې ترې ترلاسه شوې دي.
نوموړي ویلي، سرحدي ځواکونو د قاچاق کوونکو د تګ راتګ مسیر پېژندلی و او د دقیقو عملیاتو په ترڅ کې یې د وسلو د انتقال مخه ونیوله.
د هغه په وینا، قاچاق کوونکي د امنیتي ځواکونو له حضور وروسته له سیمې تښتېدلي او خپله محموله یې پرېښې ده.
امنیتي ځواکونو د سیمې د پلټنې پر مهال ۱۵ تومانچې، یوه کلاشینکوف او ۱۸۶ جنګي مرمۍ کشف کړې دي.
ټیګونه