-
طالبان د چابهار له بندره ګټه پورته کولو ته لیواله دي
Dec 25, 2025 01:47په تهران کې د طالبانو سفیر د آزاد زون سازمان له اجرایوي مشر سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د چابهار بندر په کارولو ټینګار وکړ.
-
ایران د اټومي موضوع په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وړاندې شوی بیان نه مني
Dec 24, 2025 12:17د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ د سازمان رئیس، محمد اسلامي، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د لویدیځو د تورونو په غبرګون کې خبریالانو ته وویل: هغه رول او فشار چې امریکایانو په تیرو ۲۵ کلونو کې د ایران په اټومي صنعت باندې راوړی دی، نن ورځ بشپړ واضح شوی دی او آمریکا د خپل ملي امنیت په سند کې یې په څرګنده لیکلي چې د امریکا ګټې د نړیوالو سازمانونو له لارې نه تعقیبوي او هماغه د ځنګل قانون او زور لا هم د دوی په اجنډا کې دی.
-
د ایران چابهار؛ د افغاني توکو د ترانزیټ لپاره امن او دوامداره لاره
Dec 24, 2025 09:28پارس ټوډی- د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار د آزادې سیمې د سازمان مشر وایي: چابهار د هېواد یوازینی اقیانوسي بندر دی او ظرفیت لري چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا اصلي دروازه شي.
-
ایران عادلانه مذاکرات مني،خوکلنګ هیچا ته نه ورکوي
Dec 24, 2025 02:08ایرواني د «هر ډول عادلانه او معنا لرونکو مذاکراتو» هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا ټینګار پر هغه سیاست چې «د یورانیمو بډایول صفر » بلل کېږي، د هغو حقوقو خلاف دی چې ایران ئې د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه لري.
-
د ایران د اسلامی جمهوریت جیوپولیټیک موقعیت ولې مهم دی؟
Dec 24, 2025 01:24پارسټودي –د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ځانګړي جغرافیائي موقعیت له امله د نړیوالو نقشو په زړه کې موقعیت لري او په یوه نړیوال سیاسی لوبغاړی بدل شوی دی
-
د ګلستان ولایت؛ د ایران د لاسي صنایعو خوځنده موټور
Dec 23, 2025 13:12پارس تودی- د ایران د ګلستان ولایت، چي له پخوا څخه د خپل اووه زره کلن فرهنګي میراث په خاطر پېژندل کیږي. د ایران د لاسي صنایعو یو تر ټولو په خوځنده مرکز باندې د بدلېدو په لورې روان دی.
-
الجزیره ټيلیویژني چینل؛اسرائیل ونه توانېدل، ایران له معادلې وباسي
Dec 23, 2025 11:38پارسټوډي – د الجزیره ټیلویژني چینل د مطالعاتو مرکز ووئیل،چې صهیونیستي رژیم، سره له دې چې په یو وخت کې ئې څو پوځي جبهې پرانیستې، نه یوازې دا چې دوامداره برلاسي ته ونه رسېد، بلکې په خپل اساسي هدف کې چې ایران د یوه سیمهییز ځواک په توګه له مینځه یوسي هم پاتې راغی، او تر پخوا زیات د سیاسي انزوا پر لور ولاړ.
-
د ګرګان لوی دېوال؛ د ساساني د پړاو حیرانوونکې اینجینري
Dec 23, 2025 11:03پارس تودی- د ایران د شمال تر لمر سوځولې خاورې لاندې، د سلطنتي مخینې او اینجینرینګ نبوغ ودانۍ نغښتې ده چي د لرغونې نړۍ له مشهورو دفاعي تابیاو سره سیالي کوي.
-
د استرآباد په زړه راکښونکې کوڅو کې تل پاتې سفر، د ګرګان لرغونی ښار
Dec 23, 2025 09:38پارستودی- د ګلستان ولایت په شمال ختیځ کې د ګرګان د ماډرن ښار په زړه کې، د یوه ولایت د مرکز د ګڼه ګوڼې پراختیایي پروژو لاندې له تاریخي نظره د ایران یو تر ټولو لرغوني او مهم ښاریز جوړښتونه موجود دي: د هغه لرغوني ښار مرکز چي د پېړیو لپاره د «استرآباد» په نوم پیژندل کیدی.
-
بقایي: د ایران توغندیز پروګرام په هېڅ صورت د مذاکرې وړ نه دی
Dec 23, 2025 02:11پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې هېواد د توغندیز پروګرام په اړه د هر ډول مذاکرې په ردولو سره ټینګار وکړ: د ایران توغندیز پروګرام د خپل هېواد د حاکمیت او تمامیت د دفاع لپاره پراخ شوی، نه د مذاکرې لپاره.