سردار ابن رضا : ایران دښمن ته پریکنده ځواب ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171784-سردار_ابن_رضا_ایران_دښمن_ته_پریکنده_ځواب_ورکوي
پارس ټوډی- د ایران د دفاع وزارت سرپرست « سردار سید مجید ابن الرضا » د ترکیې له دفاع وزیر «یاشار ګولر» سره په ټيلي فوني خبرو کښې د جایزې دفاع د حق په چوکاټ کښې د ایران په پریکنده ځواب ټینګار وکړ.
(last modified 2026-03-30T05:31:08+00:00 )
Mar 30, 2026 09:56 Asia/Kabul
  • سردار ابن رضا : ایران دښمن ته پریکنده ځواب ورکوي

پارس ټوډی- د ایران د دفاع وزارت سرپرست « سردار سید مجید ابن الرضا » د ترکیې له دفاع وزیر «یاشار ګولر» سره په ټيلي فوني خبرو کښې د جایزې دفاع د حق په چوکاټ کښې د ایران په پریکنده ځواب ټینګار وکړ.

د پارس ټوډي سایټ د راپور پراساس د ایران د دفاع وزارت سرپرسټ سردار سید مجید ابن الرضا» په دغو خبرو کښې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنګ غوښتنې او د فتنې رامینځته کولو او د جنګ په  دوو پړاونو کښې د  امریکا او د صهیونیسټ رژیم اقدام او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد تیری د نړیوالو اصولو او د حقوق پرخلاف کار وباله او د جایزې دفاع د حق په چوکاټ کښې د ایران په پریکنده ځواب یې ټینګار وکړ.

هغه ډاګینه کړه:د ایران اسلامي جمهوریت په امریکا باندې له نه اعتماد او خبرتیا سره سره د خپل ښه نیت د ثابتولو او د سیمې هیوادونو ته د احترام د کولو په  ترڅ کښې له امریکا سره له خبرو سره موافقت وکړ چې د ډيپلوماسۍ او د خبرو اترو  د اوزار له لارې له سیمې څخه د جنګ سیوری لیرې کړي خو د امریکا او د صهیونیسټ رژیم پوځي برید د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د ځان  له دفاع کولو پرته بله لاره پرې نه ښودله.

سردار سید مجید ابن الرضا په دې خبرې سره چې وروستیو بدلونونو وښودله هغه څه چې د امریکا لپاره اهمیت لري یوازې صهیونیسټ رژیم دی ټینګار وکړ: په  پریکنده توګه ایران به په ټولو ممکنو لارو سره د تیریګرو رژیمونو په کامل ډول  تنبیه کولو او د اغیز شیندونکي دفاع رامینځته کولو او له دې خبرې د ډاډ رامینځته کولو ته چې جنګ او تیری نور تکرار نشي دوام ورکړي.

د ترکیې دفاع وزیر «یاشار ګولر» هم په دغو خبرو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت  الله العظمی سید علي خامنه اي د شهادت او د ایران د نورو دفاعي او د پوځي چارواکو د شهادت په مناسبت د تسلیت په ویلو سره په ایران باندې حمله د نړیوالو حقوقو جدي خلاف ورزۍ وبلله.