-
جوزپ بورل: اخلاق د اروپا په بهرنیو سیاستونو او تګلارې کې ځاي نه لري
Nov 17, 2025 10:29پارس ټوډې – د اروپايي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن پخواني مسئول جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې ایشوا کړې ده ؛د اروپائي هیوادونو په بهرنیو سیاستونو کې هغه لابئ ډير ژور نفوذ لري، چې خپلې اړيکې له اسرائيلو (صهیوینسټي رژيم) سره د ګټو پر بنسټ تنظیموي او اخلاقي اړخ ورته هېڅ ارزښت نه لري.
-
د ايران او پاکستان د دوه اړخيزو ملګرتیاؤ پياوړتيا د ورځې اړتیا ده
Nov 17, 2025 10:03د ایران د اسلامی بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال، چې د ايران او پاکستان د سياسي سلا مشورو په ديارلسم پړاؤ کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته تللی، نن سهار ئې د دې هېواد له مرستیال وزیر اعظم او د بهرنيو چارو له وزير سره کتنه او خبرې وکړې.
-
په انګلستان کې د کډوالۍ لوی بدلون؛ د دایمي ملاتړ پای او د مشروطو اقامتونو د دورې پیل
Nov 17, 2025 09:39پارس ټوډې - د انګلستان حکومت د کډوالۍ په سیاست کې د نوې کڅوړې په معرفي کولو سره، د پناه غوښتونکو دایمي اقامت لغوه کړ او د موقت، د بیا کتنې وړ او مشروط اقامتونه یې پر ځای راوستل؛ هغه اقدام چې د تېرو لسیزو په ترڅ کې د دې هېواد د کډوالۍ نظام تر ټولو جدي بدلون ګڼل کېږي.
-
اخبار | اسلامي: د ایران پر اټومي تاسیساتو تېری په تاریخ کې بې سارې پېښه وه / اسرائیل د لوېدیځې اسیا ثبات ته ګواښ
Nov 17, 2025 09:22پارس ټوډې - د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر ټینګار وکړ، د ایران د سوله ییزو اټومي تاسیساتو هدف ګرځول، د یوه ملت د ارادې پر وړاندې ښکاره جنایت دی چې له ټولو ګواښونو او فشارونو سره سره، د سوله ییزې اټومي پوهې پر درلودو ټینګار کوي.
-
د ایران لوړ پوړی ډیپلومات: لویدیځ د خبرو اترو لپاره چمتو نه دی / د سنیپ بیک منفي اغیزې کنټرول شوې
Nov 17, 2025 09:14پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې بل اړخ (لویدیځوال) "باید د خبرو اترو لپاره چمتو وي او اوس مهال د دې لپاره چمتو نه دي،" زیاته کړه: "اړوندو چارواکو او ادارو هڅه وکړه چې د سنیپ بیک منفي اغیزې کنټرول کړي، او دا د دې کنټرول په پایله کې و چې لویدیځوالو د IAEA پریکړه لیک ته لاره هواره کړه."
-
د آسیا اقتصاد | چین د جنوب ختیځې آسیا د انرژۍ په حوزه کې غالب لوبغاړی دی
Nov 17, 2025 08:45پارس ټوډې - د فارن پالیسي خپرونې له مخې، چین د خپلو لویو پانګونو، ارزانه ټیکنالوژۍ، او بې ساري تولیدي کچې سره د جنوب ختیځې آسیا د انرژۍ په سکتور کې غالب لوبغاړی شوی دی.
-
ولې لویدیځ رایه ورکوونکي نور په ډیموکراسۍ باور نه لري؟
Nov 17, 2025 08:37پارس ټوډې - ایپسوس شرکت راپور ورکړ چې له ټاکنیزو سیاستونو مایوسي او د راتلونکي په اړه اندیښنه د ډیموکراسۍ په اړه د نهو هیوادونو د رایه ورکوونکو غالب نظرونه دي.
-
ولې حماس او د فلسطین د مقاومت ډلې د امریکا لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک مخالفت کوي؟
Nov 17, 2025 08:26پارس ټوډې- د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې فلسطیني ډلو او ځواکونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د امریکا د مسودې پریکړه لیک په اړه یو یادداشت خپور کړ، او ټینګار یې وکړ چې پدې یادداشت کې دوی په کلکه د امریکا لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۶۹ زره او ۴۸۳ تنو ته ورسید
Nov 17, 2025 03:55پارس ټوډی - د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د غزې په تړانګې کې د شهیدانو شمېر ۶۹ زره او ۴۸۳ تنو ته رسیدلی دی.
-
یمن: د ناعادلانه بندیزونو تمدید د صهیونیستي او لوېدیځو پلانونو په خدمت کې دی
Nov 17, 2025 03:53پارس ټودی - د یمن ولسي جرګې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د یمن پر ضد د بندیزونو د تمدید پرېکړه وغندله او دا یې د صهیونیستي او لوېدیځو پلانونو په خدمت کې یو ښکاره اقدام وباله.