-
د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې افریقا ته د ایران په صادراتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی
Nov 17, 2025 03:51پارس ټوډی - د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د افریقا برخې د دفتر سرپرست د روان کال په لومړۍ نیمایي کې افریقا ته د غیر تیلي صادراتو ۱۰۰ سلنه ودې او د افریقا غونډې د ترسره کولو لپاره د پلان جوړولو خبر ورکړ.
-
پاکستان د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی وکړ
Nov 17, 2025 03:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوبکوونکي له ونډې به ډډه ونهکړي.
-
عراقچي وايي د افغانستان او پاکستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړیږي
Nov 17, 2025 03:39د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او ددې مسالې د تعقیبولو لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.
-
بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډۍ پټلۍ په بمونو الوځول شوي دي
Nov 17, 2025 03:37د را پورونو له مخې؛ د بلوچستان نصیراباد د مراد جمالي په نوتال سیمه کې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي لپاره بمونه ځای پر ځای شوي وو، خو د ریل ګاډې له تېرو وروسته یې چاودنه وکړه، چې له امله یې ریلوي پټلۍ تخریب او چاته ځآني زیان ندی اوښتی.
-
د امریکا پوځ د نشه یي توکو د قاچاق په تور کشتۍ باندې برید کې ۳ تنه وژلي
Nov 17, 2025 03:35د امریکا پوځ په ختیځ بحرالکاہل کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور یوې بلې کشتۍ باندې برید کړی، چې په پایله کې یې ۳ کسان وژل شوي دي.
-
د افریقایي هیواد کانګو اړوند د مسو په یوه کان کې ۴۹ تنه وژل شوي
Nov 17, 2025 03:33د را پورونو له مخې؛ د افریقايي هېواد کانګو د لوالابا ولایت اړوند د مسو په یوه کان کې د پل نړېدو پېښه کې ۴۹ تنه وژل شوي او د ۲۲ تنو نورو ټپيانو حالات هم نازک ښودل شوی دی.
-
عارف: ایران د وچې محصورو هېوادونو لپاره غوره ترانزیټي لاره ده
Nov 17, 2025 03:02پارس ټوډی - د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، ایران د هغو وچې محصورو هېوادونو لپاره چې د ازادو اوبو لاسرسی نه لري، غوره ترانزیټي لاره ده.
-
صهیونیستي اداره: په اسرائیل کې شاوخوا ۳ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
Nov 17, 2025 03:00پارس ټوډی - د صهیونیستي رژیم د بیمې ادارې خپور شوی راپورونه ښيي چې په اشغالي سیمو کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
-
په متحده ایالاتو کې د کډوالو پر ضد د دولتي عملیاتو نوی پړاو پیل شو
Nov 17, 2025 02:59پارس ټوډی - د متحده ایالاتو فدرالي ځواکونو د غیرقانوني اسنادو لرونکو کډوالو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.
-
صهیونیسټانو له غزې څخه د لرغونو اثارو غلا پیل کړې
Nov 17, 2025 02:56پارس ټوډی - صهیونیستي اشغالګرو یوازې د غزې ښار د پاشا ماڼۍ موزیم څخه له ۱۷ زره څخه زیات لرغوني اثار غلا کړل.